اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) پاکستان او چین د خپلو اوږد مهاله دوستانه اړیکو د لا پیاوړي کولو او د سیمه ییزې سولې او امنیت په ګډون د چین – پاکستان د اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) د پراختیا لپاره په ګډه د کار کولو لوظ تكرار كړے دے۔ د خالي په ورځ په ??ارجه دفتر کښې د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو تر منځ د څلورم ستراتیژیکي ډائيلاګ نه وروسته ګډې خبري غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان د بهرنیو چا??و وزیر بلاول بهټو زرداري او د هغه چینايي هم منصب چن ګنګ وویل چې پاکستان او چین به د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ سره سره په ??يمه او په ??اص توګه افغانستان كښې ثبات لپاره په ګډه هڅې كوي٬ چين به په ??قتصادي چېلنجونو قابو موندلو له د پاكستان هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ دواړه هېوادونه به دوه اړخیزو همکاریو ته وده ورکړي۔ دې څخه وړاندې د پاکستان د بهرنيو چا??و وزير بلاول بھټو زرداري او د چين د سټېټ كونسلر او خارجه وزير كين ګانګ ترمينځه خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه تزويراتي همكاري زياته مهمه ده٬ سي پېك د پاكستان او چين ترمينځه مهمه منصوبه ده۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د اړيكو 72 كاله شوي دي٬ چين د كشمير په ??مول په هره معامله د پاكستان ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل پاکستان د ون چا??نہ پالیسۍ ملاتړ كوي٬ د سوليز افغانستان په ??ړه د دواړو دريځ يو دے۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل چې د مذاكراتو په مهال چينائي همڅنګ سره په مهمو معاملو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده د پاكستان دورې په كولو د چين خارجه وزير هركلي كولو سره ووئيل د منطقې پرمختګ لپاره په ??فغانستان كښې سوله ثبات ضروري دے۔ ده ووئيل سوليز ٬ باثباته ٬ سوكاله او يو موټي افغانستان لپاره به مونږ په ګډه كار كوؤ۔ ده ملي ګټو بنيادي چا??و په ??ړه پاكستان به د چين د اصولو دريځ ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ به د موسمياتي بدلونونو په څير نړيوالې ستونزې پام كښې نيولو سره چين سره په ګډه كار كوؤ۔ د ګډې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د چين خارجه وزير ووئيل دا زما د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ پاكستان ته راتللو څخه وروستو زما صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره ملاقات وشو او هغه ته مې د چين د صدر لخوا د خېر سګالۍ پېغام ورسولو۔ صدر مملكت سره خبرو كښی په چين پاكستان اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ چينائي خارجه وزير ووئيل چین او پاكستان پخواني ملګري دي۔ ده ووئيل چین به د پاكستان د خپلواكۍ او ملي وقار په ??مول هر ډول ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د چين په ملاتړ كولو كښې د پاكستان د كردار ستائنه كوؤ۔ ده ووئيل تېر كال د نومبر مياشت كښې وزيراعظم شهباز شريف د چين دوره وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او چين خارجه وزيرانو ترمينځه څلورم ستراتيجيكي ډائيلاګ كښې خارجه وزير بلاول بھټو سره په ټولو چا??و خبرې وشوې۔ د پاكستان خارجه وزير ته مې د چين دورې كولو بلنه هم وركړه۔ ده ووئيل دواړو اړخونو په ??ي پېك كښې په ??وي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه به د كركيلې ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ او توان په ??مول نورو څانګو كښې هم همكارۍ ته وده وركوي۔ ده ووئيل چين د پاكستان لخوا د ماحولياتي بدلون مسئلو او د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پورته كړې شويو ګامونو ستائنه كوي۔ ده ووئيل خارجه وزير په پاكستان كښې د كار كوؤنكو چينائي وګړو امنيت په ??ړه خبر كړم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پروازونه په ??شپړه توګه بحال شوي دي٬ دره خنجراب هم پرانستلې شوې دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه همكاري به پياوړې كول او مستحكمول وي۔ په ??ې موقع د چين دوهم خارجه وزير ٬ وزیر مملکت حنا رباني كھر ٬ خارجه سېكتر ډاكټر اسد مجيد خان او د خارجه دفتر نور چا??واكي هم موجود وو۔
د پاکستان او چین ترمينځه د ملګرتيا اړیکو لا مستحكمولو او د سیمه ییزې سولې او امنیت په ګډون د سي پيك پراختیا لپاره په ګډه د کار کولو لوظ پخلې٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري خپل چينائي هم سيال سره د ګډې خبرې كنفرنس ته وينا
Bitcoin Gold Rush Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن