اسلام آباد۔8مئی (اے پی پی) نن په ګرده نړۍ كښې د مېندو نړيواله ورځ لمانځلې شي٬ په مقبوضه جموں وكشمير كښې د زرګونو په شمېر مېندې د هندي ځواكونو دلاسه په جبري توګه د بې د??كه شويو او په بېلو زندانونو كښې د خپلو نظر بند ځامنو راستنېدو ته سترګې په لاره دي۔ د مېندو نړيوالې ورځې په موقعه د كشمير ميډيا سروس څېړنې څانګې لخوا په جاري كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د هند رياستي ترهګري روانه ده چې په نتيج?? كښې يۍ د كال 1989 څخه تر 8 مئی كال 2022 د مېرمنو او ماشومانو په شمول 96 زره 192 کشمیریي وګړي شهيد ٬ 22,960 مېرمنې كونډې شوې دي۔ هندي ځواكونو په ياده شوې مود?? كښې نزدې د 11,257 مېرمنو بې حرمتي وكړه۔ رپورټ كښې په دې د افسوس څرګندونه شوې ده چې د 63 كلنې لارښودې آسیه اندرابی، ناهیدہ نسرین، فهمیدہ صوفی، شازیه اختر او انشاءطارق په شمول دوه درځنه څخه زياتې مېرمنې د بې بنسټه تورونو لاندې د هند په تهاړ زندان كښې نظر بند كړې شوي دي۔ په رپورټ كښې په دې هم افسوس شوے چې كشميري مېندو ته د هندي ځواكونو د لاسه د شهيد شويو ځامنو د مرګ سوګ لمانځلو او د دوئي د خپلې خوښۍ ځايې كښې خاورو ته د سپارلو اجازه هم ن?? ده وركړې شوې۔ د كشمير لرې پرتې سيمې کرهامه سره تعلق لرونكې مهتابه بېګم د خپل ځوي په لټون كښې خپل ژوند له لاسه وركړو كوم چې په كال 1990 كښې د كر??ك ډاؤن په مهال نيولے شوے وو۔ حمیدہ پروین په كال 2012 كښې ٬ دې اميد سره چې يو يوه ورځ خو به د هغې ځوے بېرته رشي ٬ د خپل ځوي په لټون كښې دنيا څخه د آخرت په سفر روانه شوه۔ د دې ځوے عابد حسېن يو طالب علم وو۔ زونه بېګم راج باغ سرينګر سره تعلق لرلو ٬ ددې ځوے په كال 1996 كښې بې د??كه شوے وو ٬ د دې ځوے امتياز احمد د ځنګلونو څانګ?? كښې افسر وو٬ زونه په كال 2011 كښې د خپل ځوي په انتظار كښې په حق ورسېده۔ د بټه مالو سيمې حلیمه بېګم په فروری 2020 كښې په حق ورسېده ۔ دې تر 25 كلونو د خپل بې د??كه شوي ځوئي د بېرته راتللو لاره څارلې وه كوم چې په علي ګړھ مسلم پوهنتون كښې زده كړې ترلاسه كولې۔ بشارت په 7 جنوري كال 1990 هندي ځواكونو سوپور سيمې څخه ګرفتار كړے وو۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې ملګري ملتونه او د مېرمنو حقونو لپاره كاركوؤنكې نړيوالې ادارې دې په مقبوضه سيم?? كښې كشميري مېندو ته د پېښو ستونزو نوټس واخلي
د مقبوضه جموں وكشمير مېندې لا تر اوسه د خپلو نظر بند او بې دركه ځامنو لارې څاري
Phoenix Rise Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال