اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د حكومت او اپوزېشن پارليماني نمائندګانو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د نهې په ورځ ماښام په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د ټاكنو اصلاحاتو په اړه بحث وشو۔په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق راغلو چې د دواړو ايوانونو قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو پشمول يوه پارليماني كمېټي جوړه كړی شي كومه چې د ټاكنو اصلاحاتو په اړه په بېلو چارو كار وكړي۔په ملاقات كښې دا پريكړه هم وشوه چې د كمېټۍ جوړولو لپاره دې په دواړو ايوانونو كښې تحريكونه وړاندې كړی شي۔په ملاقات كښې پريكړه وشوه چې د قامي اسمبلۍ سپيكر به د پارليماني مشرانو سره د مشاورت نه پس د انتخابي اصلاحات كمېټۍ غړي ټاكي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سره شوي ملاقات كښې وفاقي وزيرانو پروېز خټك٬شفقت محمود٬د قامي اسمبلۍ غړو محترمه شاهده اختر علي٬سيد نويد قمر٬رانا تنوير حسېن او مرتضٰی جاوېد عباسي هم شامل وو
د حكومت او اپوزېشن پارليماني استازو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی