اسلام آباد۔23جولائی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د چين دورې سره به زمونږ د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ د جمعې په ورځ چين ته روانېدو نه وړاندې خپل يو وېډيو پېغام كښې خارجه وزير ووئيل زه نن د جمعې په ورځ د چين په دوه ورځنۍ دوره روان يم۔ زه به د چين خارجه وزير / اسټیټ قونصلر وانګ ژی سره ملاقات كوم۔ هغه ووئيل خارجه سېكتر او نور اعلی چارواكي هم ماسره دي۔ مونږ به د چين اعلی چارواكو سره ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه اړيكو يو وارې بيا جاج اخلؤ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ملاقات كښې به په دوه اړخيزه ستراتيجيكي ايجنډا بحث كولے شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ ته به د افغانستان صورتحال په اړه د يو بل تاثرات نه د خبرېدو موقعه هم ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د سي پېك پراجېكټس په لړ كښې تر اوسه په شوي پېشرفت او د سباؤن په تګلاره به تفصيلي غونډه هم كېږي۔ هغه ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي دې دورې سره به زمونږ د ورورولۍ اړيكې لا مستحكم شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاك چين ملګرتيا په خپله اوومه لسيزه كښې داخل شوې ده او دا به راتلونكي وخت كښې خپل خوند او رنګ لا ښكاره كړي۔
د چين دورې سره به زمونږ د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔