اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی سی) عمومي سېكتر حسین براهیم طحه سره ټیلی فوني خبرې اترې كړي۔ د نهي په ورځ د خارجه دفتر له مخې دا ټیلی فوني تماس سویډن او نور اروپائي هېوادونو كښې د قرآن پاك د بې حرمتی پرله پسې پېښو پس منظر كښې نيولې شوې۔ خارجه وزير د سپكاوي كارروائیو غندنه كړي كوم چې د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزی ده۔ده د او آئی سی سیكرټری جنرل په 6 جولائي 2023 د پاكستان د پارلیمنټ شريكه غ??نډه كښې د منظور كړې شوي قرارداد او په 7 جولائي 2023 ګرد هېواد كښې د قرآن یوم تقدس لمانځلو څخه خبر كړو كوم چې د تحفظ قرآن لپاره د پاكستاني اولس د هيلو عكاسی كوي۔خارجه وزير دا خبره وستائله چې د او آئی سی سیكرټری جنرل په مشرۍ كښې د غندنې وړ دې كارروائیو سمدستي ځواب وركولې شي۔ ده په 2 جولائي 2023 جده كښې د او آئی سی د ایګزیكټو كمېټۍ غیر معمولی غونډه او غونډې نه پس جاري كړې شوې كوټلې اعلامیې وستائله۔ خارجه وزير په دې معامله ?? هنګامی وزارتی غونډې كولو لپاره د او آئی سی د پرېكړي هركلې وكړو او سیكرټری جنرل ئې په دې لړ كښې د ایران، سعودی عرب او تركیې خارجه وزيرانو سره شويو خبرو اترو څخه خبر كړو۔د او آئی سی سیكرټری جنرل د اسلامو فوبیا مخنيوي لپاره د پاكستان هڅي ستائلو سره ملګرو ملتونو كښې په دې لړ كښې د پاكستان اهم كردار وستائلو۔ خارجه وزير سیكرټری جنرل له ??اور وركړو چې پاكستان به د اسلامو فوبیا د غندني وړ چپې مخنيوي لپاره د او آئی
سی په ټولو اقدامات كښې فعاله ??رخه اخلي
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د او آئی سی عمومي سېكتر سره ټیلیفوني رابطه، پاكستان كښې د قرآن یوم تقدس لمانځلو په اړه يۍ خبر كړو
Marmot Harvest Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے