اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر ايم ميډيم ويو ټرانسميټر تنصيب منصوبې په پېل كښ?? قام او د راډيو سامعينو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا منصوبه د راډيو پاکستان په تاريخ كښ?? انقلابي سنګ ميل دے٬ د پاكستان جوړېدو نه پس راډيو پاكستان ته جديد ټېكنالوجي وركولو له دا يو لوے قدم دے په دې د وزيراعظم شهباز شريف، د خزانې وزير اسحاق ډار او د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال د مرستې مننه كوم۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښ?? دې ووئيل د راډيو پاکستان د هائي پاور ټرانسميټر د تنصيب منصوبه نن پېل كېږي او دا به په دوه كاله كښ?? بشپړېږي كوم چې به د پېنډۍ په خوا اوشا روات سيمه كښ?? نصب كېږي۔ وفاقي وزيرې د اطلاعاتو وزارت د لوړو پورو په خاص توګه د راډيو ډائريکټر جنرل طاهر حسن او د ھغه د ډلې د محنت او هڅو ستائنه كولو سره ووئيل چې د دې ټرانسميټر تنصيب سره به د راډيو پاکستان غړ او خپرونې د 52 نه زياتو هېوادونو٬ د نيمې وچې نه علاوه مېنځنۍ آسياء٬ مينځني ختيز٬ فار اېسټ، ترکيه او تر يونان اورېدې شي۔ دې ووئيل د راډيو پاکستان خپرونې به ګاٶنډي هېوادونه كور كوي چې پكښې نيپال، بنګله دېش، هند، افغانستان، ايران، متحده عرب امارات، قطر او ت??کم??نستان شامل دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د راډيو پاکستان په 20 كښ?? 14 ميډيم ويو طبعي ع??ر ترسره كړې ٶ د جديد ټرانسميټر تنصيب سره به 33 فيصده د برېښنا بچت وشي چې ورسره به د راډيو پاكستان په خرڅونو كښ?? كمې راشي او د خپرونو د آواز ??عيار به لا زيات شي۔ دې ووئيل نړيوالې ادارې ډي آر اېم كنسورشيم (برتانيه) هم د راډيو پاكستان 75 كاله پس د اېنالاګ څخه په ډيجټل كښ?? د بدلولو د پاكستان د حكومت د پرېكړې ستائنه كړې ده۔
د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر ايم ميډيم ويو ټرانسميټر تنصيب منصوبه د راډيو پاکستان په تاريخ كښې انقلابي سنګ ميل دے٬ د منصوبې په پېل كښې قام او د راډيو سامعينو ته مباركي وركوم۔ د مريم اورنګزېب ټويټ
Treasure Tree Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت