اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو نګران وفاقی وزیر جلیل عباس جیلانی وئيلي دي د غزه او فلسطین صورتحال زيات خ??اب دے،هلته د رواني تباهۍ د دې څخه وړاندې كوم مثال نه ترلاسه كېږي، اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي،په غزه كښې لوئ لوئ كورنۍ ختمې كړې شوي، د پا??ستان حكومت د فلسطین مسئلې حل كولو او د فلسطین اولس د ستونزو ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر مشتاق احمد د پا?? راګرځوني نوټس په ځواب كښې نګران وزیر خارجه جلیل عباس جیلانی ووئيل د غزه او فلسطین صورتحال زيات خ??اب دے،د تيرې څه مودې په مهال چې هلته كومه تباهي شوې د هغې وړاندې كوم مثال نه موندلے كېږي ، 18 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي او د 40 زره څخه زيات كسان ژوبل شوې دي، غزه نزدې تباه شوې ده۔ده ووئيل اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي ٬ پا??ستان په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د اسرائیل ظلمونه نسل كشی ګرځولې ده،بايد نړۍ دې پلو پا?? لرنه وكړي۔ده ووئيل هلته لوئ لوئ كورنۍ ختمي كړې شوي او ګڼ شمير ما??ومان د مرستي په انتظار دي څوك هم د هغوي د مرستي كولو نشته، حماس سره د اسرائیل 250 كسان بنديوان دي دغسې 7 زره څخه زيات فلسطینیان په زندانونو كښې د اسرائيل سره پراته دي، ده ووئېل د جنګ بندۍ لوظنامې له ??خې به اسرائیل 150 فلسطین وګړي او حماس به 50 د اسرائیل وګړي خوشي كوي
د غزه او فلسطین صورتحال زيات خراب دے، اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي۔جلیل عباس جیلانی
Lightning Roulette Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha