اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل افغان همڅنګ محمد حنيف آتمر سره د ګل په ورځ ټېلي فوني تماس نيولے ۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل افغان خپل همڅنګ په 16م جولائي كال 2021 كښې د رامخې ته شوې پېښې په اړه د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا تر اوسه د پورته كړو اقداماتو نه خبر كړو۔ خارجه وزير محمد حنيف اتمر له باور وركړو چې د پاكستان حكومت به د تورونو زر تر زره نيول او دوي انصاف سره مخ كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي او خارجه وزارت د مروجه سفارتي رواياتو نه ښه خبر دے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كښې افغان سفارت او د قونصلګرۍ امنيت لا زيات كړے شوے، مونږ هيله لرو چې افغان حكومت به د پاكستان سنجيده هلو ځلو تر مخه د افغان سفير او د سينئر سفارتکار پاكستان نه بېرته د بللو په پرېكړه نظر ثاني وكړي۔ افغان خارجه وزير محمد حنيف آتمر د پېښې په تحقيقات كښې په ذاتي خوښۍ لرلو د وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره د افغان سفارتخانې او د قونصليټ په امنيت زياتولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د افغانستان خارجه وزير ووئيل افغانستان پاكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي او دې د استحكام عزم لري۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د دوه اړخيزه خوښې په چارو د روابطو دوام داره ساتلو ته صلاح شول ۔(GUL)
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل افغان همڅنګ محمد حنيف آتمر سره ټېلي فوني تماس٬
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔