اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د عسکري ادارو او د پاکستاني اولس په مرسته به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريالي كېږو٬ وزيراعظم د سوشل ميډيا په اړه اتهارټي جوړولو لپاره كمېټي جوړه كړې٬ د پاكس??ان ځواكونو د ترهګرۍ مخنيوي لپاره بلها قربانۍ وركړي٬ د پاكس??ان قام په دې سخت وخت كښې د ايران خپلو وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټر كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د ايران صدر په مړينه ټول پاكستانے قام غمژن دے٬ صدر او وزيراعظم د غمرازۍ پېغامونه جاري كړي٬ د ايران صدر په دې وروستيو كښې د پاكس??ان دوره كړې٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په زياتولو خبرې شوي ٬ دغسې د تجارت په زياتولو هم خبره شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل ميډيا په اړه د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې قانون سازي شوې٬ وزيراعظم د سوشل ميډيا په اړه اتھارټي جوړولو لپاره كمېټي جوړه كړې٬ كمېټي به اړوندو سره د مشاورت نه وروستو سفارشات وړاندې كوي۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا د لارې كركه ايز پېغامونه هم خپرېږي٬ په سوشل ميډيا نور غېر قانوني او غېر اخلاقي مواد هم وي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د پاكس??ان ??سل?? والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬ د عسکري ادارو او د پاکستاني اولس په مرسته به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريالې كېږو٬ د اولس د ځان او مال حفاظت د انتظاميه ذمه واري د??٬ ده ووئېل پوليس ته به د وفاقي حكومت لخوا هر ډول مرسته وركولې شي٬ عدالتونو له د آئين او قانون له مخې انصاف كول دي، عدالتي معاملې په عدالتونو كښې حل كېږي ٬ په پولو او د هېواد دننه په چېلنجونو قابو موندل د پاكس??ان د ??سل?? والو ځواكونو ذمه واري ده، ده ووئېل پاکس??ان ته رامخې ته معاشي چېلنجونه د ټولو په وړاندې دي ٬ دا وخت د يو كېدو دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پاكس??ان د پورونو د دلدل نه بهر كولو لپاره غېر ملكي سرمايه كارۍ ته اړتيا ده٬ په هېواد كښې د امن او امان د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ذمه واري د??٬ ده ووئېل د هېواد بهترۍ لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي۔
د عسکري ادارو او د پاکستاني اولس په مرسته به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريالي كېږو۔ د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ پرېس كنفرنس
Top forward entertainment official website
مضمون کا ماخذ : quina acumulada