اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې موجوده حكومت د سختو پريكړو كولو سره هېواد د ديواليه كېدو څخه بچ كړے٬ د عمران د غلطو پالېسو له امله هېواد دې صورتحال ته رسېدلې٬د پخواني حكومت د پالېسو له امله په تجارتي خساره ك??ې اضافه شوې٬حكومت د هېواد برآمدات زياتولو لپاره بشپړه اقدامات كوي۔ د اتوار په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل ووئيل چې روانه مياشت 5 ب??ين ډالر درآمدات شوي٬په درآمدات كښې كمې خوشبينه دې۔ده ووئيل چې د جون په مياشت كښې 3.8 ب??ين پیټروليم مصنوعات اخستلې٬په درآمدات كښې د كمۍ له امله د روپۍ قدر مستحكم كېږي٬هڅې كوو چې ځايې صنعت ته لا وده وركړې شي۔ده ووئيل چې د پخواني حكومت د پالېسو له امله په تجارتي خساره ك??ې اضافه شوې٬د هېواد برآمدات زياتولو لپاره بشپړه اقدامات كوو٬مونږ پاكستان د ديواليه كېدو څخه بچ كړې۔ده ووئيل چې د عمران خان ح??ومت د تاريخ تر ټولو زياته قرضه اخستلې٬د پخواني حكومت ناقص پالېسو په وجه تجارتي خساره زياته شوې٬ په څلورو كلونو كښې 20 زره ارب قرض اخستې كوم څخه چې د هېواد معاشي زيان شوې۔ده ووئيل چې د عمران خان ح??ومت د برېښنا په پروژو ك??ې سرمايه كاري نه ده كړې٬د هغه په دور كښې ټېكس كليكشن كښې كمې شوې٬د معيشت ټولې څانګې تباه كړي٬عمران دې اووئي چې هغه څه معاشي اصلاحات كړي؟۔مفتاح اسماعيل ووئيل چې زمونږ حكومت هېواد ديواليه كېدو څخه بچ كړې٬ځايې صنعت ته د ودې وركولو هڅې كوو۔په درآمدات به بندېزونه وار په وار ختم كړو۔ده الېكشن كمېشن ته خواست وكړو چې د فارن فنډنګ كيس پريكړه دې زر واورولې شي۔ده ووئيل چې په ګرانۍ ك??ې اضافه ضرور شوې خو د دې ذمه وار پخوانې حكومت دې۔پاكستان نن نواز شريف بچ كړې٬تر ننه دا نه دي وئېلې شوې چې نواز شريف كرپشن چرته كړې؟۔عمران خان يوټرن اخستلو سره ??پل?? خلكو ته ايمنسټي وركړې۔
موجوده حكومت د سختو پريكړو كولو سره هېواد د ديواليه كېدو څخه بچ كړے۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل پرېس كنفرنس
Super Baccarat Reputable Website
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک