اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پاکستان او اومان ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو لپاره په ګډه د كار كولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو د سوداګرو او سرمايه كارو ترمېنځه به روابطو ته وده وركول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخ دا خبرې ده د اومان موده پوره كوٶنكي سفير الشېخ ډاکټر محمد عمر احمد المرحون سره په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړې۔ صدر ووئيل پاكستان او اوما خپلو كښې په يو شمېر څانګو كښې د ورورولۍ تزويراتي شراكت داري لري۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك تاريخ، كلتوري ورثه، اقدار، عقيده، دود دستور او جغرافيې خپلولي لري۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك تجارت حجم 653 مېليونه ډالره دې د كوم له زياتولو ته چې اړتيا ده، د پاکستان او اومان ترمېنځه د فېري سروس د امكاناتو هم جاج اخستل پكار دي۔ صدر مملکت ووئيل فېري سروس سره به د پاكستان مصنوعات او د خوراكي توكو مېنځني ختيز ته برآمد كولو كښې آسانۍ پېدا شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او سرمايه كاري ښه كولو كښې به هم مرسته وشي۔ صدر مملکت په دې موقع په هند كښې اقليتونو په خاص توګه په مسلمانانو ?? ظلم او جبر په زيات شوي رجحان او د اسلامو فوبيا د تشدد پېښو كښې د اضافې ذكر كولو سره د هند ځواكونو لخوا په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بې ګناه كشمريانو په ض?? ظلمونه هم رامخې ته كړل۔ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند كښې په اقليتونو ?? ظلم او جبر او د زيات شوې اسلامو فوبيا نوټس واخلي ، نړيواله ورورولي دې د سلامتي كونسل د قراردادو??و او د كشميريانو د هيلو له مخې د جمو و كشمير شخړې هواري لپاره خپل اثررسوخ استعمال كړي
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سره د اومان موده پوره كوٶنكي سفير الشېخ ډاکټر محمد عمر احمد المرحون وليدل
Sun and Moon APP download link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ