اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شه??از شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره د پېښي رپورټ غوښتلې دې۔د جمعې په و??ځ د وزيراعظم آفس ميډياونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم د اسلام آباد پوليس شهيد هيډ كانسټيبل عديل حسين ته پيرزوئينې وړاندې كولو سره و??يلي چې پوليس اهلكارو د خپلي ويني قرباني وركولو سره د ترهه ګرو لاره ني??لي ده، قام خپل بهادرو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام په ګډه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره جنګ رو??ن ساتلې دې۔ وزيراعظم په پېښه كښې د ژوبل كسانو سره د يووالي څرګندونه كړې ده او د ژوبل كسانو ښه طبي آسانيو لپاره ئې سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل الحمدلله! قانون نافذ كونكو ادارو په و??ت كارروائي كولو سره د بے ګنا ويني بهاولو لويه او ناوړه منصوبه ناكام كړې ده،اولس دې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د خپل فورسز سره بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم شهيد پوليس اهلكار له د شهداﺀ پيكج وركولو او اسلام آباد آئي جي ډاكټر اكبر ناصر خان ته غيرمعم??لي بهادرۍ مظاهره كونكي اهلكارو له د انعام او تعريفي اسناد وركولو سپارښتنه كړې ده۔وزيراعظم د شهيد عديل حسېن لوړو درجو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد رپورټ وغوښتلو، شهيد هيډ كانسټيبل ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي
Astronaut APP game website
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II