آدیامان(ترکیه)۔17فروری(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د تركيه د زلزله ځپليو مرسته زمونږ فرض دے ٬ تركيه په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده ، پاکستان به هم په دې سخت وخت كښې خپل ترك ورونړا خو??ېندو يوازې نه پرېږدي ، تركيه د پاكستان پخوانې ملګرې او ورور هېواد دے ٬ د يخنۍ موسم لپاره به پاكستان څخه د اعلی معيار خېمې په سمدستي توګه تركيه ته لېږلې شي٬ ترك اولس به د صدر رجب طيب ايردوان په مشرۍ كښې د پاك پروردګار په مرسته دې بحراني صورتحال څخه ډېر زر بهر شي ٬ ترك سره به په ګډه په دې ستونزو قابو ومومو۔ د جمعې په ورځ شهباز شريف انقره څخه آديان ته ورسېد۔ وزیرِاعظم ته د آدیامان په هوائي مېدان د تركيه د تجارت وزير مهمت موش، د مواصلاتو او انفراسټركچر وزير عادل اسماعيل اولو ٬ د آديامان ګورنر مهمت چوهادار ٬ په ترك پارليمنټ كښې د تركيه پاكستان فرېنډشپ ګ??وپ صدر علي شاهين او ترك سفارتي چارواكو هركلې ووې۔ ??زیرِاعظم زلزله ځپليو لپاره پاكستان څخه لېږلې شوې سامان تركه چارواكو ته وسپارلو۔ د پاك فضائيې خصوصي الوتكه د مرستې سامان اوړولو سره آديامان ته رسېدلې وه۔ آدیامان په تركيه كښې د زلزلې د لاسه تر ټولو زياتې ځپلے شوے ښار دے۔ وزیر اعظم په آديامان كښې په رېسكيو عملياتو كښې برخه اخستونكو پاكستاني رېسكيو ډلو سره ملاقات هم وكړو او د زلزله ځپليو رېسكيو كولو له يۍ ددوئي د خو??رۍ او هڅو ستائنه وكړه۔ دغسې وزيراعظم د پاك پوځ او د رېسكيو 1122 اهلكارو د مرستې كارروايۍ هم وستائلې۔ ??زيراعظم په دې مهال ??لزله ځپليو څخه د دوئي د مينه والو په جدا كېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ځپليو سره خپلو خبرو كښې ووئيل زه د پاكستاني اولس او حكومت لخوا خپلو ترك وروڼو او خو??ېندو سره په دې سخت وخت كښې د يو والي څرګندونې كولو له راغلې يم۔ پاكستان به په دې سخت وخت كښې خپل ترك ورونړا خو??ېندې كله هم يوازې نه پرېږدي۔ تركيه د پاكستان پخوانې ملګرې او ورور اسلامي هېواد دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د اوسني سېلاب څخه وروستو ترك اولنۍ مېرمنې امينه طيب اردوان ځپليو لپاره پخپله فنډ رېزنګ وكړو۔ مونږ پاكستان سره په دغه مهال ?? تركيه د مرستې جذبه كله هېرولې نه شؤ۔ ترك مشرتابه ٬ حكومت او د تاجرانو په شمول هرې طبقې د پاكستان د سېلاب ځپليو مرسته وكړه۔ دغسې ترك صدر پخپله يو متحرك كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم ووئيل دې څخه وړاندې پاكستان څخه 500 ټنه د مرستې سامان رالېږلې شوې دې ??ه كوم كښې چې خېمې، کمبلې ٬ خو??اک او دويانې شاملې دي۔ ده ووئيل د ترك صدر سره په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې پاكستان به اوس د يخنۍ موسم لپاره خېمې رالېږي۔ وزیراعظم ووئيل زه به نن ماښام پاكستان ته ستنېدو څخه وروستو خېمې جوړونكو سره ملاقات كښې هغوي ته هدايت وكړم چې هغوي دې د يخنۍ معياري خېمې په بېړني بنيادونو تيارې كړي كومې به چې زر تر زره تركيه ته رالېږلې شي۔ ده ووئيل د اېن ډي اے چيئرمېن ته مې په دې لړ كښې ټاسك هم سپارلے دے۔ ځپليو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستانې او ترك اولس په يو پروردګار ٬ يو رسول او يو قرآن ايمان لرونكي د يو زړه دوه قالبونو په څير دي٬ څنګه چې تركيه د پاكستان د سېلاب ځپليو مرسته كړې دغسې اوس پاكستان هم د تركيه مرستې له متحرك دے۔ وزيراعظم هيله ولرله چې ترك اولس به ډېر زر دې سخت حالت څخه بهر شي۔ وزيراعظم ووئيل زه نړيوالې ورورلۍ ٬ ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او نورو نړيوالو فورمونو څخه غوښتنه كوم چې هغوي دې د تركيه زلزله ځپليو مرستې له راوړاندې شي ، دا وخت د سياست يا د ذاتي ګټو نه دې بلكې د ځپليو د بقا سوال ??ے۔ ده ووئيل باور لرؤ چې تركيه به ډېر زر دې سخت صورتحال څخه بهر شي۔ ده ووئيل زه به د او آئي سي سېكتر ته په دې اړه د او آئي سي د غونډې رابللو وړاندېز هم وركړم۔ ده ووئيل دا وخت دې چې مونږ يو موټې كېدوم سره د تركيه مرسته وكړؤ۔ ده وئيل پاكستانې او ترك اولس د يو بل په ژبه نه پوهېږي بياهم د يو بل تكليف محسوسوي۔ په دې موقعه سېلاب ځپليو د پاكستان زنده بار نعرې پورته كری۔ ځپليو دوئي سره د يو والي په څرګندونه كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔
د تركيه د زلزله ځپليو مرسته زمونږ فرض دے٬ پاكستان به په دې سخت وخت كښې خپل ترك ورونړا خوېندې يوازې نه پرېږدي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Frozen fun APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں