اسلام آباد۔24اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم سوډان څخه د پاكستانيانو راويستلو كښې په مرسته كولو د سعودي عربستان ٬ تركي?? او مصر مشرتابه مننه كړې ده۔ د وزیراعظم ??فس ميډيا و نګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ٬ وزير مملكت حنا رباني كھر ٬ د خ??رجه وزارت چارواكو او په سوډان كښې پاكستاني سفير ته شاباسې وركړو۔ وزیراعظم په دې لړ كښې اړوندو عسكري چارواكو او ذمه وارو ته د كاميابې تګلارې په وضعه كولو او د پاك هوائي ځواكونو مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د آئ?? اېس آئ?? ډي جي لېفټېننټ جنرل نديم انجم ته په ځانګړې هڅو كولو د عقيدت پېرزئنې وړاندې كړې۔ د پاكستانيانو هېواد ته بېرته رارسولو كښې ملګري هېوادون?? او په منطقه كښې پاكستانۍ سفارتخانې مرسته كوي٬ جنګ ځپلي سوډان څخه د پاكستانيانو په كاميابۍ سره د بېرته راتللو پلان كامياب شوے دے۔ 72 ساعتو څخه د روان خصوصي بېړني پلان څارنه وزيراعظم كوي۔ 427 پاکستانيان حفاظت سره پورټ سوډان ته رسېدلے دي او دغې ځايې څخه به كه پاك پروردګار ته منظور وي دوئي پاكستان ته رارسي۔ د دوئي د استوګنې او خوراك بندوست د پاكستان حكومت كړې دې۔ بيان كښی دا هم وئيلې شوي دي چې 72 ساعتونو څخه روانو هڅو رنګ راوړے دے او اوس د دغه پاكستانيانو هېواد ته راتلل پېل شوي دي۔ په دې لړ كښې وروڼو هېوادونو سعودی عربستان، ترکی?? او مصر د پاكستان خصوصي مرسته كړې ده په دې وزيراعظم د دغه هېوادونو د مشرته مننه كړې ده۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په سوډان كښې پاكستاني سفارت كښې هېلپ لائن جوړ كړے شوے دے كوم سره چې تماس نيولے كېدے شي۔
د وزيراعظم سوډان څخه د پاكستانيانو ويستلو كښې په مرسته كولو د سعودي عربستان ٬ مصر او تركيه مشرتابه مننه
Candy Burst APP download URL
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا